انصار: (د زمري ۱۳ مه)، د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس په راروانو انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د نوماندۍ لپاره د دې ګوند د استازو کافي رایې ګټلي.
دا څرګندونې د دیموکراتیک ګوند د ملي کمېټې مشر جیمي هریسن خبریالانو ته وکړې.
که څه هم له انلاین لارې د دې رایو د اخیستو بهیر به تر راروانې دوشنبې دوام وکړي خو د دیموکرات ګوند کمپاین وروسته له هغه دا خبر ورکړ چې د مېرمن هریس رایې د اکثریت له کرښې واوښتلې.
دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د کامالا هریس کمپاین وویل، د انتخاباتو د مالي ملاتړ لپاره یې تېره میاشت ۳۱۰ میلیون ډالره بسپنه راټوله کړې ده.
دا ښيي چې هغه مرستندویان چې مخکې یې ولسمشر جوبایډن ته د بسپنې ورکولو ته زړه نه ښه کاوه، د هغه مرستیالې ته بې حسابه پیسې ورکوي.
د هریس سیال، مخکېني ولسمشر ډونالډټرمپ د هریس تر نیمایي لږه بسپنه ترلاسه کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32802